د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد کلید ته وویل، چې دا پېښه نن سهار د شینډنډ ولسوالۍ په عزیز اباد سیمه کې رامنځته شوې ده.
فرهاد زیاته کړه، یو فلاینکوچ ډوله مسافر وړونکی موټر، چې له شینډنډه هرات ښار ته پر لاره و، د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی دی.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې 8 تنه وژل شوی او 10 تنه نور ټپیان دی.
له ټرافیکی قوانینو ناخبری او تېز تګ د داسې پېښو عمده علتونه بلل کېږی.