د هرات ولایت ولایتی شورا ځېنې وکیلان په یو خبری کنفرانس کې د دې شورا رییس څخه ملاتړ اعلان کړل

د هرات ولایت ولایتی شورا ځېنې وکیلان په یو خبری کنفرانس کې د دې شورا رییس څخه ملاتړ اعلان کړل او د ولسمشر څخه غوښتنه وکړل چې د رییس پر وړاندې اړوند بیا ځلی غور وکړی.

ددې شورا یو تن غړی عبدالرحیم صالحی نن په یو خبری کنفرانس کې وویل چې د هرات ولایت ولایتی شورا رییس د هرات د امنیت په تړاو هم رغنده رول لری نو حکومت دی باید یاده موضوع باندې جدی غور وکړی.

د نوموړی په خبره د ده نظر د ټول شورا او خلکو نظر دی.

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږی چې څو ورځی وړاندی حکومت اعلان کړی وو چې د هرات ولایت ولایتی شورا رییس کامران علیزایی د دندې نه د استفادی په خاطر د ځانګړی محکمی لخوا د ده دوسیه څېړل شی.

نظرات 0 + ارسال نظر
امکان ثبت نظر جدید برای این مطلب وجود ندارد.