د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړ پوړى دولتی پلاوى نن سهار د هلمند د خلکو د ستونزو حل کولو په هدف لښکرګاه ته ورسېد.
په دې پلاوی کې د ملی دفاع وزیر عبدالله حبیبی او د ملی امنیت عمومی ریاست لومړى مرستیال ادیب فهیم هم شامل دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی، چې هلمند ته د پلاوی لېږلو پرېکړه تېر ماښام د ملی یووالی حکومت مشرانو او د دې ولایت د چارواکو ترمنځ د ویډیو کنفرانس په مهال وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د هلمند ولایت د اتو ولسوالیو ترڅنګ د مرکز لښکرګاه ښار څلورمه امنیتی حوزه له وسله والو طالبانو سره ده او حکومت یوازې د لښکرګاه ښار پر نورو سیمو او د شپږو ولسوالیو پر مرکزونو حاکمیت لری.