په سرپل ولایت کې تېره ورځ یوې ١٩ کلنۍ نجلۍ ځان په دار ځړولى او خپل ژوند ته یې د پاى ټکى ایښى دى.


د سرپل د والی ویاند ذبیح الله امانی ویلی، چې دا پېښه په سانچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې او دغې نجلۍ د اجباری واده او کورنی تاوتریخوالی له کبله ځان په دار ځړولى دى.

د نوموړی د معلوماتو له مخې، یاده نجلۍ ګلرخ نومېده او د سانچارک ولسوالۍ د ارچَتُو کلی اوسېدونکې وه.

د امانی په وینا، د پېښې په تړاو د نجلۍ پلار نیول شوى او قضیه تر څېړنې لاندې 

نظرات 0 + ارسال نظر
امکان ثبت نظر جدید برای این مطلب وجود ندارد.