مظاهره کونکی خبرداری ورکوی چې والی نه غواړی، والی پرفساد ککړ او د ګمرګ کمیشنکارانو سره لاس لری.
دوی له ولسمشر څخه غوښتنه کوی چې والی دې له دندې لیری پرځای نوی کس والی په حیث معرفی کړی.
خو د فراه ولایت والی ویاند د دوی لاریون یو دسیسه بولی.
محمد ناصر مهری کلید ته وویل چې دوی د ځمکو غاصبین دی چې د دولت پرضد دسیسه کوی.
اخوا د فراه ولایت ولایتی شورا پخوانی رییس او اوسنی غړی فرید بختور کلید ته وویل چې د دوی مظاهر سولیزه بڼه لری او یوازنې غوښتنه یې د والی لیر کیدل دی.
ښاغلی بختور خبر داری ورکوی که مرکزی حکومت د دوی غوښتنې و نه منې دوی په د فراه ولایت ګمرک اداره، لوی لاری به وتړی او د ننه ښار کې د تحصن خیمی ودروی.
د یادونی وړ ده چې د فراه ولایت یو شمېر سوداګر هم په دغه لاریون کې ګډون کړی وو
دوی شکایت لری چې د فراه والی لخوا کمیشنکاران ګمارل شوی چې د ایران څخه وارد شوی د تیلو هر ټانکر او وارداتی توکی څخه یو نیم سل ډالره پېسې اخلی.