د ننګرهار ولایتی شورا وایی، چې د دغه ولایت په محبس کې بندیان بریښنا او روغتیا ته د نه لاسرسی ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دی

د ننګرهار ولایتی شورا وایی، چې د دغه ولایت په محبس کې بندیان بریښنا او روغتیا ته د نه لاسرسی ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دی.

د ولایتی شورا یو شمیر غړو پرون له ننګرهار محبس څخه لیدنه کړې او هلته یې د محبوسینو ستونزې اوریدلې دی.

 د ننګرهار د ولایتی شورا غړی اصحاب ولی مسلم چې د یاد پلاوی ملتیا یې کوله نن سهار کلید ته وویل، چې په محبس کې بندیان له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

هغه وویل، محبوسین بریښنا او روغتیایی خدماتو ته لاسرسی نه لری او د روژې په راتګ ورته اندیښنې زیاتې شوې دی.

د ولایتی شورا دغه غړی وایی، چې د محبس بندیانو ورته دا شکایت هم کړی، چې مسولین په ځانګړو فرمانونو کې د هغه چا قید کې کموالی راولی، چې هغوی ته پیسې ورکړی.

د ننګرهار ولایتی اداره هم یادې ستونزې منی او ډاډ ورکوی، چې ډیر ژر به یې د حل په موخه ګامونه پورته شی.

د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی کلید ته وویل، چې ولایتی شورا له والی سره یادې ستونزې شریکې کړی او هغه هم مسولینو ته د ستونزو د حل لارښوونه کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې د ننګرهار محبس بندیان ډیر کله د ورته ستونزو شکایت کوی او چارواکی یې د حل ډاډ ورکوی؛ خو لا هم د دغه محبس بندیان له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

نظرات 0 + ارسال نظر
امکان ثبت نظر جدید برای این مطلب وجود ندارد.